دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 196826
پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست او لغمان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې ترهګرو طالبانو د خوست د مرکز اړوند په ګلزار کاکا او صبریو ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
همداراز د لغمان پولیسو هم د مرکز اړوند په سلطان کلي کې د ترهګرو طالبانو لخو د سړک غاړې یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین کشف او له منځه وړی دی.
https://avapress.com/vdchi-nz-23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته