کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت: د بیمې اسلامي قانون جوړوي

10 قوس 1398 ساعت 11:14

د مالیې د وزارت مسوولین د اسلامي بیمې د معرفي کولو په لومړي کنفرانس کې وویل، د دغې بیمې طرحه جوړه او د مالېې وزارت لیږل شوې ده .
د مالیې وزارت د بیمې عمومي ریاست د اسلامي بیمې د معرفي کولو لومړی کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړکړ.




د دغه وزارت مسوولین وايي، د دیني حساسیتونو له امله خلک بیمې ته لږ پام کوي او د اسلامي بیمې یا تکافل د لارو د دودولو غوښتونکي دي.
د مالیې وزارت مسوولین وايي، د اسلامي بیمې قانون او قانوني چوکاټ یې د اسلامي پراختیايي بانک په مالي مرسته جوړ کړی او دا چې دغه طرحه په قانون بدله شي، عدلیې وزارت ته لیږلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بیمې د شرکتونو د فعالیتونو لپاره پخوا هم قانون موجود و.
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر ته وویل: “مونږ نه شو کولی دوه قانونه ولرو، په هر مورد کې که سیاسي ، ټولنیز، اقتصادی او امنیتي وي، کولی شو هر یوه ته یوازې یو قانون ولرو.”
ښاغلی رنجنبر وايي، اړوند بنسټونه باید یوازې پر یوه قانون او د هغه اغیز کار وکړي.
په ورته وخت کې دماليې وزارت مسوولین وايي، اسلامي بیمې په ۲۲ هېوادونو کې رسمیت موندلی او د دینې حساسیتونو له امله دغه صنعت په اسلامي هېوادونو کې ښه اغیز کړی دی.


د مطلب کود: 196828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196828/مالیې-وزارت-د-بیمې-اسلامي-قانون-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com