کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کډ‌والو چارو وزير د ترکيې له سفير سره د افغان کډوالو وضيعت په اړه خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 قوس 1398 ساعت 12:30

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ليندۍ په ۷مه په کډوالو چارو وزارت کې په کابل کې د ترکيې له سفير اوزان ارطغرل سره په هغه هېواد کې دافغان کډوالو وضعيت په اړه خبرې وکړې.



ښاغلي بلخي په افغانستان کې دترکيې هېواد دهمکاريو مننه وکړه  په ځانګړي توګه د ودانيو په برخه کې.  دکار د پرمختګ دکډوالو د مديريت  دګډې اغلامې د لاسليک او ترکي ته  دکاګرو کډوالو دلېږد هوکړه ليک دپرمختګ په اړه يې څرګندونې وکړې ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو تخينکي ټيمونودکډوالو مديريت  د اغلامې متن نهايي کړی؛ خو تر اوسه لاسليک شوی نه دی
هغه زياته کړه، چې د ترکيې د کورنيوچارو  وزير سره دهغه هېواد لپاره د ويزې غوښتنليک اسانولو په اړه يې خبرې کړې وې خو تر دې دمه د ترکيې په سفارت کې څرګنده نه شوه. له يوې خوا دويزو په اخيستوکې د اسانتياوو رامنځ ته کول دګټې اخيستونکو د استخراج مخه ونيسي او له بلې خوا به دقانوني کډوالۍ په برخه کې يو اغېزمن ګام.
نوموړي وويل، په دې وروستيو کې د کډوالۍ پراخه پاليسي يې نهايي کړې او په دغه پالېسۍ کې يې د نا منظمې او غيرقانوني کډوالۍ په مخنوي ټينګار کړی.
همدارنګه عالمي بلخي ټينګار وکړ،چې د ترکيې څخه دافغانانو د راستنېدو پروسه بايد اداره شي ترڅو ټول راستنېدونکي په  هوايي ډګر کې دهغه پيسو څخه برخمن شي چې د نړيوال سازمان له لورې وېشل کېږي. 
په کابل کې دترکيې سفير کډوالو مديريت دګډې اغلامي په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې دغه اعلاميه دهغه هېواد دکډوالو په اداره کې د ارزونې په حالت کې قرار لري؛ د ترکيې سفارت د کډوالو چارو وزارت ټولې غوښتنې انقرې ته لېږلي او دهوکړه ليکونو د کار د پرمختګ او نورو مطالبو په اړه يې وزارت ته معلومات ورکړل.
 


د مطلب کود: 196842

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196842/کډ-والو-چارو-وزير-د-ترکيې-له-سفير-سره-افغان-کډوالو-وضيعت-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com