دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 196842
کډ‌والو چارو وزير  د ترکيې له سفير سره د افغان کډوالو وضيعت په اړه خبرې وکړې
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ليندۍ په ۷مه په کډوالو چارو وزارت کې په کابل کې د ترکيې له سفير اوزان ارطغرل سره په هغه هېواد کې دافغان کډوالو وضعيت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بلخي په افغانستان کې دترکيې هېواد دهمکاريو مننه وکړه  په ځانګړي توګه د ودانيو په برخه کې.  دکار د پرمختګ دکډوالو د مديريت  دګډې اغلامې د لاسليک او ترکي ته  دکاګرو کډوالو دلېږد هوکړه ليک دپرمختګ په اړه يې څرګندونې وکړې ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو تخينکي ټيمونودکډوالو مديريت  د اغلامې متن نهايي کړی؛ خو تر اوسه لاسليک شوی نه دی
هغه زياته کړه، چې د ترکيې د کورنيوچارو  وزير سره دهغه هېواد لپاره د ويزې غوښتنليک اسانولو په اړه يې خبرې کړې وې خو تر دې دمه د ترکيې په سفارت کې څرګنده نه شوه. له يوې خوا دويزو په اخيستوکې د اسانتياوو رامنځ ته کول دګټې اخيستونکو د استخراج مخه ونيسي او له بلې خوا به دقانوني کډوالۍ په برخه کې يو اغېزمن ګام.
نوموړي وويل، په دې وروستيو کې د کډوالۍ پراخه پاليسي يې نهايي کړې او په دغه پالېسۍ کې يې د نا منظمې او غيرقانوني کډوالۍ په مخنوي ټينګار کړی.
همدارنګه عالمي بلخي ټينګار وکړ،چې د ترکيې څخه دافغانانو د راستنېدو پروسه بايد اداره شي ترڅو ټول راستنېدونکي په  هوايي ډګر کې دهغه پيسو څخه برخمن شي چې د نړيوال سازمان له لورې وېشل کېږي. 
په کابل کې دترکيې سفير کډوالو مديريت دګډې اغلامي په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې دغه اعلاميه دهغه هېواد دکډوالو په اداره کې د ارزونې په حالت کې قرار لري؛ د ترکيې سفارت د کډوالو چارو وزارت ټولې غوښتنې انقرې ته لېږلي او دهوکړه ليکونو د کار د پرمختګ او نورو مطالبو په اړه يې وزارت ته معلومات ورکړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjvdy0w6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته