کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل کوهستانات ولسوالی کې طالبانو او ملکی وګړو نښته

10 قوس 1398 ساعت 15:07

د سرپل کوهستانات ولسوالی جرغان کلۍ اوسیدونکې نن سهار د لاریون په جریان کې د طالبانو نومول شوی ولسوال امان الله موټر باندی برید کړی دی، چی د طالبانو ډزو سره ۴ تنه د لاریون کوونکو څخه وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.



تراوسه د ملکی وګړو او طالبانو ترمنځ نښته په دی سیمه کې جریان لری او ملکی وګړو تلفاتو ډيریدو احتمال شتون لری.
محمد نور رحمانی؛ د سرپل ولایتی شورا رییس آوا خبرګزاری ته وویل چی طالبان خلګ کافر بولی، خلګ د وضعیت څخه په تنګ راغلی او مدنی حرکتونو باندی اقدام کوی.
سرپل ولایتی شورا رییس زیاته کړه چی خلګ ډبرو او لرګیو سره طالبانو سره مقابله کوی او احتمال یی شته چی ملکی وګړو تلفات ډير شی.
د کوهستانات ولسوالی په پوره توګه طالبانو په لاس کې دی او دولت هلته حضور نه لری.
خو سیمه ییز سرچینه وایی چی طالبان غوښتل د خلګو دوکانونه د یو کلۍ څخه بل کلۍ ته ولیږدوی خو خلګ مخالفت کړی او طالبانو په وړاندی ولاړ شو.
 


د مطلب کود: 196865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196865/سرپل-کوهستانات-ولسوالی-کې-طالبانو-او-ملکی-وګړو-نښته

آوا
  https://www.avapress.com