کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې دیوې غونډې په ترڅ کې داوربند غوښتنه وشوه

11 قوس 1398 ساعت 16:44


په کندهار کې دیوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دیني عالمانو،ځوانانو او قومي مشرانو دجګړې له ښکیلو غاړو څخه داوربند غوښتنه وکړه.
دکندهاراوسیدونکي له طالبانو غواړي،چې دسولې روانې پروسې سره دې یوځاي او دخپل هېواد په ابادۍ اوسوکالۍ کې دې برخه واخلي.
د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وايي، چې سوله د افغانانو لپاره یوه ستره اړتیا ده ځکه په جګړه کې هره ورځ افغانان وژل کیږي.
یاد قومي مشران اودیني عالمان وايي ،که جګړه ودریږي،تړلي ښوونځي به خلاص شي، ورځيني ګارونه او دخلکو تجارت به وده وکړي، ترټولوښیګڼه یې داده، چې په هېواد کې به افغان وژنه بنده شي.


د مطلب کود: 196993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196993/په-کندهار-ولایت-کې-دیوې-غونډې-ترڅ-داوربند-غوښتنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com