دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 196993
په کندهار ولایت کې دیوې غونډې په ترڅ کې داوربند غوښتنه وشوه
په کندهار کې دیوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دیني عالمانو،ځوانانو او قومي مشرانو دجګړې له ښکیلو غاړو څخه داوربند غوښتنه وکړه.
دکندهاراوسیدونکي له طالبانو غواړي،چې دسولې روانې پروسې سره دې یوځاي او دخپل هېواد په ابادۍ اوسوکالۍ کې دې برخه واخلي.
د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وايي، چې سوله د افغانانو لپاره یوه ستره اړتیا ده ځکه په جګړه کې هره ورځ افغانان وژل کیږي.
یاد قومي مشران اودیني عالمان وايي ،که جګړه ودریږي،تړلي ښوونځي به خلاص شي، ورځيني ګارونه او دخلکو تجارت به وده وکړي، ترټولوښیګڼه یې داده، چې په هېواد کې به افغان وژنه بنده شي.
https://avapress.com/vdccoeqs12bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته