کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دایکندی اشترلی ناامنی او د عشر راټولول د غیری مسئول وسله والو له لوری

12 قوس 1398 ساعت 21:57

د دایکندی ولایت اشترلی ولسوالی اداره مسئولین خبر ورکوی چی غیری مسئول وسله وال د خپل مخارجو او باندونو لپاره عشر راټولوی.



 
آوا خبرګزاری-دایکندی: د یو کال راهیسی غیری مسئول ډلې په اشترلی دره، پیتاب او بغل کندو کې د بی بضاعت او فقیر خلګو څخه په زور عشر راټولوی.
د اشترلی ولسوالی اداره یو مسئول چی ونه غوښته نوم یی واخیستل شی آوا خبرنګار ته په تلیفونی اړېکه کې وویل: مُبلغ زادګان د یو کال راهیسی د خلګو څخه پيسی د عشر په نامه راټولول چی په تازګی سره مقابل مسلح ډلې هم دا اقدام باندی لاس وهلی چی دا خلګ سخت اندیښمند کړی دی.
هغه زیاته کړه: دا موضوع د دایکندی سیمه ییز اداره او اړوند مقاماتو سره هم شریک شوی دی.
د اشترلی ولسوالی اداره مسئول خبر ورکړی چی ددی ولسوالی متنفذین، سپین ږیری، مدنی ټولنه او خلګ د اشترلی ولسوالی اداره سره هماهنګ شوی ترڅو د غیری مسئول مسلح ډلو له لوری عشر راټولولو مخه ونیسی.
 


د مطلب کود: 197125

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197125/د-دایکندی-اشترلی-ناامنی-او-عشر-راټولول-غیری-مسئول-وسله-والو-له-لوری

آوا
  https://www.avapress.com