کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انس حقاني د طالبانو د مزاکراتي ټیم غړی ټاکل سوی

13 قوس 1398 ساعت 18:05


انس حقانی په خپله یوه تازه مرکه کي ویلي د خپلو مشرانو په لارښوونه دی د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل سوی او د سولي له پاره به کار کوي؛ څو په دې توګه په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه سي.
انس حقاني همدا راز ویلي چي له زندانیانو سره ښه چلند کولای سي د سولي په برخه کي مثبتي پایلي ولري. د ده په خبره دواړه لوري باید له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، د دوی بشري حقونو پر ځای کړي او د تبادلې لړۍ دوامداره ساتل به ټول اړخونه سولي ته نږدې کړي.
هغه وايي دمګړی د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ سوی دی او سولي ته هیلي ډېري سوي دي.


د مطلب کود: 197193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197193/انس-حقاني-د-طالبانو-مزاکراتي-ټیم-غړی-ټاکل-سوی

آوا
  https://www.avapress.com