دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 197193
انس حقاني د طالبانو د مزاکراتي ټیم غړی ټاکل سوی
انس حقانی په خپله یوه تازه مرکه کي ویلي د خپلو مشرانو په لارښوونه دی د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل سوی او د سولي له پاره به کار کوي؛ څو په دې توګه په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه سي.
انس حقاني همدا راز ویلي چي له زندانیانو سره ښه چلند کولای سي د سولي په برخه کي مثبتي پایلي ولري. د ده په خبره دواړه لوري باید له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، د دوی بشري حقونو پر ځای کړي او د تبادلې لړۍ دوامداره ساتل به ټول اړخونه سولي ته نږدې کړي.
هغه وايي دمګړی د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ سوی دی او سولي ته هیلي ډېري سوي دي.
https://avapress.com/vdcf1edymw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته