کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا شمالي کوریا ته د نظامي اقدام خبرداری ورکړی دی

14 قوس 1398 ساعت 11:04

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لندن کې دناټو په سرمشریزه کې د شمالي کوریا د چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ټرمپ ویلي دوی که اړ شي نو د شمالي کوریا پر وړاندې پر نظامي اقدام هم لاس پورې کوي. شمالي کوریا ویلي وو، چې د هوکړو له مخې باید د روان کال تر پایه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شته مسایل نهايي شوي وای خو واشنګټن یې پر ژمنو عمل نه کوي.


اوس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا نظامي وړتیا لري خو له دې وړتیا استفاده نه کوي او که شمالي کوریا دوی مجبوره کړي نو امریکا اړ کېږي چې پر وړاندې یې په نظامي اقدام لاس پورې کړي.


د مطلب کود: 197242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197242/امریکا-شمالي-کوریا-ته-د-نظامي-اقدام-خبرداری-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com