کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزي د چین له خارجه وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې

14 قوس 1398 ساعت 11:37

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پرون په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي ،کرزی د ۲۰۱۹ کال لپاره د سترې چينې په نوم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی.


 د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پرون په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي ،کرزی د ۲۰۱۹ کال لپاره د سترې چينې په نوم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی.
وانګ يي څرګنده کړې چې د افغانستان حالات کليدې مرحلې ته ننوتلي او د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو او بين الافغاني خبرو اترو ته پرمختګ ورکول دي. چين تل د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا درناوی کړی او کوي يې او هيله لري چې د افغانانو له غوښتنې سره سم د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي وويل: افغانستان د بين الافغاني ديالوګ د هڅولو لپاره له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي او غواړي چې له چين سره په لا زياتې همغږۍ سره د دغه ديالوګ ژر تر سره کېدل شوني کړي.


د مطلب کود: 197246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197246/کرزي-د-چین-له-خارجه-وزیر-سره-افغان-سولې-په-اړه-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com