د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پرون په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي ،کرزی د ۲۰۱۹ کال لپاره د سترې چينې په نوم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی.
د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پرون په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي ،کرزی د ۲۰۱۹ کال لپاره د سترې چينې په نوم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی. وانګ يي څرګنده کړې چې د افغانستان حالات کليدې مرحلې ته ننوتلي او د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو او بين الافغاني خبرو اترو ته پرمختګ ورکول دي. چين تل د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا درناوی کړی او کوي يې او هيله لري چې د افغانانو له غوښتنې سره سم د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. حامد کرزي وويل: افغانستان د بين الافغاني ديالوګ د هڅولو لپاره له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي او غواړي چې له چين سره په لا زياتې همغږۍ سره د دغه ديالوګ ژر تر سره کېدل شوني کړي.