د جلال اباد ښار کې د ګرین هاټ پیزه هوټل مالک، اجمل اکبري امنيتي ځواکونو د د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلی کورنۍ ته وسپاره.
امنیتي ځواکونو د ګرین هاټ هوټل مالک د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ
15 قوس 1398 ساعت 11:12
د جلال اباد ښار کې د ګرین هاټ پیزه هوټل مالک، اجمل اکبري امنيتي ځواکونو د د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلی کورنۍ ته وسپاره.
نوموړی تېره شپه ماخوستن له درونټې بازار څخه نا معلومو وسله والو تښتولی وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي،د تښتوونکو له ډلې یې یو تن د دوه عراده کرولا موټرو،یو میل کلاشینکوف او ځینې نورو توکو سره یوځای نیولی.
د مطلب کود: 197314