د جلال اباد ښار کې د ګرین هاټ پیزه هوټل مالک، اجمل اکبري امنيتي ځواکونو د د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلی کورنۍ ته وسپاره.
نوموړی تېره شپه ماخوستن له درونټې بازار څخه نا معلومو وسله والو تښتولی وو. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي،د تښتوونکو له ډلې یې یو تن د دوه عراده کرولا موټرو،یو میل کلاشینکوف او ځینې نورو توکو سره یوځای نیولی.