کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند: د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوایي برید کې د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو نظامي مسؤل وژل شوی

18 قوس 1398 ساعت 15:35


د غوڅ ملاتړ ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه  په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یې ځواکونو په یو هوايي برید کې د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو د نظامي کمیسیون مشر مولوي سیدالرحمن له څلور تنو نورو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
دغه خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي سیدالرحمن د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو نظامي مسؤل و، چې د ترور تر څنګ یې د ځانمرګو او نورو لویو بریدونو طرحې جوړولې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نوموړي له هلمند ولایت څخه د نشه یي توکو د قاچاق په برخه کې هم اغېزمن رول لره او لدې درکه یې وسله والو طالبانو ته په میلیونونو افغانیو عواید برابرول.
غوڅ ملاتړ ویلي چې دغه برید یې د دقیقو اطلاعاتو له لاسته راوړلو وروسته کړی، چې پکې د مولوي سیدالرحمن څلور مهم ملګري هم وژل شوي دي.
پدې وروستیو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې په بېلا بېلو ولایتونو کې عملیات پیل شوي، چې د دغې ډلې د پراخې مرګ ژوبلې سبب شوي دي.


د مطلب کود: 197561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197561/هلمند-د-غوڅ-ملاتړ-ځواکونو-په-هوایي-برید-کې-ترهګرو-طالبانو-څلورو-ولایتونو-نظامي-مسؤل-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com