دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 197561
هلمند: د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوایي برید کې د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو نظامي مسؤل وژل شوی
د غوڅ ملاتړ ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه  په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یې ځواکونو په یو هوايي برید کې د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو د نظامي کمیسیون مشر مولوي سیدالرحمن له څلور تنو نورو ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
دغه خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي سیدالرحمن د ترهګرو طالبانو د څلورو ولایتونو نظامي مسؤل و، چې د ترور تر څنګ یې د ځانمرګو او نورو لویو بریدونو طرحې جوړولې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نوموړي له هلمند ولایت څخه د نشه یي توکو د قاچاق په برخه کې هم اغېزمن رول لره او لدې درکه یې وسله والو طالبانو ته په میلیونونو افغانیو عواید برابرول.
غوڅ ملاتړ ویلي چې دغه برید یې د دقیقو اطلاعاتو له لاسته راوړلو وروسته کړی، چې پکې د مولوي سیدالرحمن څلور مهم ملګري هم وژل شوي دي.
پدې وروستیو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې په بېلا بېلو ولایتونو کې عملیات پیل شوي، چې د دغې ډلې د پراخې مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
https://avapress.com/vdcepf8zzjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته