کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق الحشد الشعبی ولسی ځواک له داعش ترهګرې ډلې څخه د هیواد په ژغورلو کښې د دینی مرجعیت په رول تاکيد وکړ .

20 قوس 1398 ساعت 15:51


د عراق د الحشد الشعبي ځواک نائب رئیس ابو مهدی المهندس پرون د داعش ترهګرې ډلې په مقابل کښې د خپل هیواد د بریالیتوب د دويمې  کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې وویل که چرې د ستر مذهبي مرجع آیت الله سیستاني فتواګانې نه وې نو د عراق حکومت او خلق به د داعش په مقابل کښې نه وو بريالي شوي او د فتح جشن به یې نه نمانځه.
د  افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، د سوریې سرچینو پرون په ادلب ولایت کښې د کیمیاوی وسلو د یوې نوې حملې د ترسره کولو لپاره د ترهګرو ډلو د چمتووالي خبر ورکړ .
د سوریې سرچینو زیاته کړه د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو او سپین خوئلیو د کلورین ګېسو څو بیرلونه په شمال کښې د ادلب ولایت په جنوب کښې سراقب  او معره النعمان ښارونو ته منتقل کړي دي.


د مطلب کود: 197781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197781/د-عراق-الحشد-الشعبی-ولسی-ځواک-له-داعش-ترهګرې-ډلې-څخه-هیواد-په-ژغورلو-کښې-دینی-مرجعیت-رول-تاکيد-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com