کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بګرام برید پر وړاندې غبرګون وښود

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 قوس 1398 ساعت 16:02

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو پر بګرام هوایي اډې د طالبانو برید په کلکه غندلی دی.



پمپیو ویلي د افغانستان خلک د بې مانا جګړو او تاوتریخوالو د ختمیدو وړ دي او امریکا به د سولې ټینګښت لپاره د افغانستان د خلکو او سرتیرو ترڅنګ ولاړه وي.
هغه ویلي د افغانستان د جګړې ختمولو یواځینۍ لاره داده چې د سولې خبرې بریالۍ شي.
د پمپیو په وینا شته تاوتریخوالي باید د خبرو له لارې کم شي، تر څو د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
پمپیو ویلي:"هغه کار چې موږ غواړو په مشخص ډول یې ترسره کړو، دادي چې تاوتریخوالی د سولې خبرو له لارې کم شي، ترڅو افغانستان کې جګړه ختمه شي. د افغانستان خلک د دغو تاوتریخوالو د پای ته رسیدو وړ دي."
یو شمیر سرچینې وايي قطر کې د طالب او امریکایي استازو د خبرو اصلي موضوع هم د تاوتریخوالي کمول دي.
نن شپږمه ورځ ده چې دغه استازو قطر کې د افغانستان پر سولې خبرې کوي
 


د مطلب کود: 197893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197893/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-بګرام-برید-پر-وړاندې-غبرګون-وښود

آوا
  https://www.avapress.com