کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ۷ پولیس د خپل ملګري لخوا وژل شوي

22 قوس 1398 ساعت 13:37


د زابل ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط رسینو ته ویلي،  چې په شهر صفا ولسوالۍ کې اووه پولیس د خپلې پوستې د یوه ملګري لخوا په برید کې وژل شوي او نفوذي پولیس د پوستې ټولې وسلې او تجهیزات له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوی دی  .
د والي ویاند ګل اسلام سیال هم دا خبر تایید کړی او ویلي یي دي چې پېښه تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې او په وینا یې چې بشپړ جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي .
وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .


د مطلب کود: 197935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197935/زابل-کې-۷-پولیس-د-خپل-ملګري-لخوا-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com