د زابل ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط رسینو ته ویلي، چې په شهر صفا ولسوالۍ کې اووه پولیس د خپلې پوستې د یوه ملګري لخوا په برید کې وژل شوي او نفوذي پولیس د پوستې ټولې وسلې او تجهیزات له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوی دی .
د والي ویاند ګل اسلام سیال هم دا خبر تایید کړی او ویلي یي دي چې پېښه تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې او په وینا یې چې بشپړ جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي .
وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .