کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانيې ټاکنې؛ واکمن محافظه کاره ګوند بریالی ښکاري

22 قوس 1398 ساعت 14:10


تېره ورځ په برتانيې کې له وخت مخکې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، د رايو شمېر پيل شوی او داسې ښکاري، چې واکمن محافظه کاره ګوند ګټونکی دی.
د لومړنيو غیر رسمي پایلو له مخې د لومړي وزير بورس جانسن محافظه کاره ګوند له اپوزيسيون کاګر ګوند څخه مخکې دی.
د لومړنيو پايلو له مخې د برتانيې پارلمان له ۶۵۰ څوکيو څخه ۳۶۸ محافظه کاره ګوند ګټلي او د بريا لپاره ۳۲۶ څوکيو ته اړتيا لري، کارګر ديموکرات ګوند ۱۹۱، سکاټس نېشنل ۵۵ او ليب ډيمز ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
داسې ښکاري، چې د لومړي وزير بورس جانسن «محافظه کاره» ګوند به د ايتلافيانو له ملتيا پرته د حکومت په جوړولو وتوانيږي او له اروپايي ټولنې د وتلو امکانات به نور هم زيات شي.
د کارګر ديموکرات ګوند مشر جيريمي کوربين د ټاکنو له بشپړو پایلو مخکې ويلي، چې راتلونکي وخت کې د خپل ګوند مشري نه کوي.
د چارو کارپوهان وايي، د جيريمي کوربين له اعلانه ښکاري، چې دغه ګوند په ټاکنو کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.
لومړي وزير بورس جانسن په خپل ټاکنيز شعار کې ويلي و «له اروپايي ټولنې وتل یقيني کړئ»
نوموړي په خپلو وروستيو څرګندونو هيله څرګنده کړې، چې ګوند يې په واضح اکثريت بريالی ښکاري او دوی به پر دې وتوانيږي، چې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې له اروپايي ټولنې د وتلو سفر پای ته ورسوي.
 


د مطلب کود: 197941

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197941/د-برتانيې-ټاکنې-واکمن-محافظه-کاره-ګوند-بریالی-ښکاري

آوا
  https://www.avapress.com