دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 197941
تېره ورځ په برتانيې کې له وخت مخکې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، د رايو شمېر پيل شوی او داسې ښکاري، چې واکمن محافظه کاره ګوند ګټونکی دی.
د لومړنيو غیر رسمي پایلو له مخې د لومړي وزير بورس جانسن محافظه کاره ګوند له اپوزيسيون کاګر ګوند څخه مخکې دی.
د لومړنيو پايلو له مخې د برتانيې پارلمان له ۶۵۰ څوکيو څخه ۳۶۸ محافظه کاره ګوند ګټلي او د بريا لپاره ۳۲۶ څوکيو ته اړتيا لري، کارګر ديموکرات ګوند ۱۹۱، سکاټس نېشنل ۵۵ او ليب ډيمز ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
داسې ښکاري، چې د لومړي وزير بورس جانسن «محافظه کاره» ګوند به د ايتلافيانو له ملتيا پرته د حکومت په جوړولو وتوانيږي او له اروپايي ټولنې د وتلو امکانات به نور هم زيات شي.
د کارګر ديموکرات ګوند مشر جيريمي کوربين د ټاکنو له بشپړو پایلو مخکې ويلي، چې راتلونکي وخت کې د خپل ګوند مشري نه کوي.
د چارو کارپوهان وايي، د جيريمي کوربين له اعلانه ښکاري، چې دغه ګوند په ټاکنو کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.
لومړي وزير بورس جانسن په خپل ټاکنيز شعار کې ويلي و «له اروپايي ټولنې وتل یقيني کړئ»
نوموړي په خپلو وروستيو څرګندونو هيله څرګنده کړې، چې ګوند يې په واضح اکثريت بريالی ښکاري او دوی به پر دې وتوانيږي، چې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې له اروپايي ټولنې د وتلو سفر پای ته ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcgtu9qqak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته