کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ ونمانځل شوه

23 قوس 1398 ساعت 11:54


ننګرهار ولایت کې د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوت ونمانځل شوه چې په کې د ننګرهار د ولایت مرستیال حبیبې کاکړ، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر سمیع الله نصرت د اړونده ادارو مسئولينو او د کرنې د انستیتوت استادانو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خوړو خوندیتوب د انسانانو لپاره د ژوند اړینه برخه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د ولایت مقام رهبري په دغه برخه کې د ستونزو د حل په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو ده.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د پروګرام پرانستونکې ، د خوړو د خوندیتوب او مدیریت په تړاو خپله وینا واوروله .
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په اړونده برخو کې د ترسره کړیوفعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل
 


د مطلب کود: 197978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197978/د-خوړو-خوندیتوب-نړیواله-ورځ-ونمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com