کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د عامه کتابتون پرانیستنه وسوه

24 قوس 1398 ساعت 12:01

له څه مودې راهیسي کندهار اطلاعات او کلتور رياست په دې لټه کي دئ، چي په ولسواليو کي عامه کتابتونونه جوړ کړي؛ د یادو کتابتونو له جملې څخه نن د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي عامه کتابتون پرانیستل سو، چي د کندهار اطلاعات او کلتور رياست، د يادي ولسوالۍ د پوهني امريت، ښاروالۍ او هلته مېشتو يو شمېر ځوانانو او ادارو همکاري پکښي کړې ده.


د اطلاعات او کلتور رئيس حکمت الله افغان له ځوانانو وغوښتل، چي د یاد کتابتون په غني کولو کي همکاري وکړي او د مطالعې له پاره ورته راسي.
نوموړي يادونه وکړه، چي په نورو ولسواليو کي به هم ورته عامه کتابتونونه جوړ سي، په خبره ئې چي د هوايي ډګر په شمول ئې په يو شمېر نورو عامه ځايونو کي هم کوچني کتابتونونه جوړ کړي.


د مطلب کود: 198111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198111/دکندهار-په-پنجوايي-ولسوالۍ-کي-د-عامه-کتابتون-پرانیستنه-وسوه

آوا
  https://www.avapress.com