کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانې زهراګل پوپل، د هند په نظامي اکاډمۍ کې لومړی مقام خپل کړ

25 قوس 1398 ساعت 18:03


د افغان ځواکونو د نجونو افسرانو له ډلې د زهراګل پوپل په نوم یوې پېغلې د هندوستان په کوربه توب د او، ټي، ای نظامي کورس لومړی مقام خپل کړ.
دفاع وزارت دا خبر تاند ته تاییدوي او مرستیال ویاند یې فواد امان وايي، دغه نجلۍ د افغان ملي ځواکونو با تجربه افسره ده او د هندوستان د نظامي اکاډمۍ په لنډمهاله روزنیز کورس کې یې له زده کړو وروسته د ټولو پوځیانو له منځه لومړی مقام خپل کړی دی.
 بلخوا د هند رسنیو هم د زهراګل پوپل په اړه راپورونه خپاره کړي دي او وايي، دغې نخبه افغان افسرې په ټولو نظامي ازموینو کې لوړې نومرې خپلې کړې دي.
افغانستان دا مهال په پوځي او پولیسي لیکو کې له شپږ زرو زیاتې مېرمنې او نجونې پوځیانې او سرتېرې لري.


د مطلب کود: 198270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198270/افغانې-زهراګل-پوپل-د-هند-په-نظامي-اکاډمۍ-کې-لومړی-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com