کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکايي سناتور:له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کي باید بېړه ونه سي

26 قوس 1398 ساعت 10:25


امریکايي سناتور لیندسي ګراهام چې د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی و وایي طالبان یوه وسله واله ډله ده او پر دوی باور نه لري.
دده په خبره له همدې امله باید د ځواکونو په ایستلو کې بېړه و نه شي او تر څنګ یې باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره زرګونه سرتېري په افغانستان کې وي.
نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان پرمخ روان دی او نړیوالو ته هم په کار ده چې دغه هېواد یوازې پرې نږدي او همکاریو ته ادامه ورکړي.
ګراهام زیاته کړې چې ټرمپ غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ کسانو ته را ټيټ کړي خو دوی غواړي هر څه وڅاري او د افغانستان اوضاع ته په کتو به پرېکړه کوي.


د مطلب کود: 198308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198308/امريکايي-سناتور-له-افغانستانه-د-ځواکونو-په-وتلو-کي-باید-بېړه-ونه-سي

آوا
  https://www.avapress.com