کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغاني زعفرانو بیا د نړۍ لومړی مقام خپل کړ

30 قوس 1398 ساعت 11:56


د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غوره او باکیفیته زعفران و پېژندل شول.
د افغانستان د زعفران کارانو اتحادیې رئیس بشیر احمد رشیدي وايي، د افغانستان زعفران په بلجیم کې د ذایقې د انستیتوت تر ارزونو وروسته د کیفیت له پلوه د ټولې نړۍ په کچه لومړی درجه اعلان شول.
د رشیدي په خبره تر دا مهاله د افغانستان د زعفرانو د کیفیت د ښه والي لپاره ډېر زیات فعالیتونه شوي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۴۳۰ ټنه زعفران تولیدېږي چې ۸ اعشاریه ۱۵ ټنه په کې د افغانستان تولیدات دي.
دا مهال د افغانستان یو کيلو ګرام زعفران په کورنیو بازارونو کې ۹۰ زره افغانۍ او له هېواده بهر په ۱۴۰۰ ډالر پلورل کېږي او دغه بویت په افغانستان کې ورو- ورو د کوکنارو د بدیل ځای نیسي.


د مطلب کود: 198532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198532/افغاني-زعفرانو-بیا-د-نړۍ-لومړی-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com