کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د پارلمان وکیلانو ته ویلي وزیرانو ته له استجواب وړاندې خپلې پوښتنې استوئ

30 قوس 1398 ساعت 15:49


ولسمشر غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، د اړتیا په وخت کې دې له استجواب او استیضاح وړاندې خپلې پوښتنې مسوولانو او وزارتونو ته په لیکلي ډول واستوي.
ولسمشر د ولسي جرګې د فرهنګي، پوهنې، لوړو زده کړو، حج و اوقافو، طبیعي زېرمو، چاپېریال ساتنې، اوبو او انرژۍ او د شکایتونو د کمېسیونونو له غړو سره د چهار چینار ماڼۍ په لیدنه کې ویلي، په دې کار سره به مسوولان او وزیران په پوره چمتووالي سره د جرګې عمومي ناستو ته حاضرېږي.
ولسمشر مسوولانو ته هم امر کړی چې د ولسي جرګې غړو ته دې د ځواب ورکولو مسئله جدي ونیسي او هر وخت یې چې وغواړي باید ځواب ویلو ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسي جرګې د مسوولینو د نه حاضرېدو شکایتونه کړي او د ولسمشر په کابینه یې نیوکه کړې ده چې د پارلمان لخوا د استجواب موضوع جدي نه نیسي.


د مطلب کود: 198565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198565/ولسمشر-د-پارلمان-وکیلانو-ته-ویلي-وزیرانو-له-استجواب-وړاندې-خپلې-پوښتنې-استوئ

آوا
  https://www.avapress.com