د افغانستان او ازبکستان د پوهنتونونو د ورزشي فدارسیونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د افغانستان او ازبکستان پوهنتونونو ورزشي فدراسیونونو ترمنځ هوکړه لیک
ازادی رادیو , 30 قوس 1398 ساعت 17:35
د افغانستان او ازبکستان د پوهنتونونو د ورزشي فدارسیونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د بدني روزني د عمومي ریاست او المپیک ملي کميټې رسنیز غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به له د ۲۰۲۰ میلادي کال له مارچ میاشتې څخه هغه هېواد ته د افغان ورزشکارانو رسمي سفرونه پیل شي.
د ښاغلي قاري زاده په خبره، د دغه هوکړه لیک لاسلیک کولای شي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د دوستانو لوبو او اړیکو د پراختیا په برخه کې اغیزناک رول ولوبوي.
د مطلب کود: 198578