د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او په دغه هیواد کې حضور ته اړتیا لري.
ځینې وکیلان: افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او حضور ته اړتیا لري
30 قوس 1398 ساعت 17:56
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او په دغه هیواد کې حضور ته اړتیا لري.
له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چاواکو له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان دولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اوس هم اړتیا شته.
ددې جرګې د دفاعي کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له مرستې او ملاتړ پرته د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.
هغه وویل: "د امریکايي ځواکونو شتون اوس مهال په افغانستان کې یو لازمي امر دی، د دې لپاره چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د تکتیک او تجهیزاتو له اړخه مرستې ته اړتیا لري، تر کومه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نظامي اړخه لازمه توانايي پیدا نه کړي د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې حتمي ګنل کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، ترکومه چې ډاډ تر لاسه نشي چې افغانستان د بیا ځلې لپاره د ترهګرو په امن پټنځاینو نه بدلیږي امریکايي پوځیان په دې هېواد کې پاتې کیږي.
د مطلب کود: 198580