کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو دوه ولسوالان وژلي

4 جدی 1398 ساعت 12:25


دفاع وزارت وايي، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع یې په دایکنډي ولایت کې او د هرات د شینډنډ لپار د طالبانو ولسوال عبدالمعروف یې په کشک کهنه ولسوالۍ کې وژلی دی.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې یوې ډلګۍ د دایکنډي په کجران ولسوالۍ برید ته چمتووالی نیولی و چې افغان هوايي ځواکونو په نښه کړي دي.
نوموړی وايي، په دې برید کې ۷ طالابن د هلمند د نوازد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع په ګډون وژل شوي او له وسلو او مهماتو ډک موټر یې هم له منځه وړل شوی دی.
نوموړی وايي، همدا راز یې د سه شنبې په شپه هم د هرات د شینډنډ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالمعروف مخلص د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د کشک کهنه په آب باریک سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی وايي، ځانګړو ځواکونو د عبدالمعروف په قرارګاه برید کړی او د ځینو وسایطو او نظامي وسایلو د نیولو ترڅنګ یې یو ساتونکی هم ور وژلی دی.
خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي


د مطلب کود: 198857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198857/افغان-ځواکونو-په-۲۴-ساعتونو-کې-د-طالبانو-دوه-ولسوالان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com