دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 198857
افغان ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو دوه ولسوالان وژلي
دفاع وزارت وايي، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع یې په دایکنډي ولایت کې او د هرات د شینډنډ لپار د طالبانو ولسوال عبدالمعروف یې په کشک کهنه ولسوالۍ کې وژلی دی.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې یوې ډلګۍ د دایکنډي په کجران ولسوالۍ برید ته چمتووالی نیولی و چې افغان هوايي ځواکونو په نښه کړي دي.
نوموړی وايي، په دې برید کې ۷ طالابن د هلمند د نوازد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع په ګډون وژل شوي او له وسلو او مهماتو ډک موټر یې هم له منځه وړل شوی دی.
نوموړی وايي، همدا راز یې د سه شنبې په شپه هم د هرات د شینډنډ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالمعروف مخلص د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د کشک کهنه په آب باریک سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی وايي، ځانګړو ځواکونو د عبدالمعروف په قرارګاه برید کړی او د ځینو وسایطو او نظامي وسایلو د نیولو ترڅنګ یې یو ساتونکی هم ور وژلی دی.
خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي
https://avapress.com/vdcdkj0f5yt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته