کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې د ټينګښت لپاره اوربند، اساسي شرط دى

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جدی 1398 ساعت 11:10

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره اوربند، اساسي شرط دى.



ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې، چې وسله والو طالبانو وويل په افغانستان کې د اوربند د ټينګولو کوم پلان نه لري.
دغې ډلې نن په يوه اعلاميه کې د اوربند په اړه د هر ډول موافقې خبرونه رد کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند دوا خان مينه پال په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د وسلې ټینګښت لپاره اوربند اساسي شرط دی.
تر دې مخکې د اسوشېټېد پريس خبري اژانس تر څنګ ځينو رسنيو راپور ورکړى و، چې د طالبانو شورا له اوربند سره موافقه کړې ده.
د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د واشنګټن له هڅو سره- سره جګړه لا هم دوام لري.


د مطلب کود: 199246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199246/ولسمشرۍ-ماڼۍ-د-سولې-ټينګښت-لپاره-اوربند-اساسي-شرط-دى

آوا
  https://www.avapress.com