ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې، چې وسله والو طالبانو وويل په افغانستان کې د اوربند د ټينګولو کوم پلان نه لري.
دغې ډلې نن په يوه اعلاميه کې د اوربند په اړه د هر ډول موافقې خبرونه رد کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند دوا خان مينه پال په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د وسلې ټینګښت لپاره اوربند اساسي شرط دی.
تر دې مخکې د اسوشېټېد پريس خبري اژانس تر څنګ ځينو رسنيو راپور ورکړى و، چې د طالبانو شورا له اوربند سره موافقه کړې ده.
د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د واشنګټن له هڅو سره- سره جګړه لا هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)