دخپریدو نیټه :شنبه ۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 79458
په ادارو کې اصلاحات دښې حکومتدارۍ دپراختيا لپاره اساسي شرط دى
دغه ټکې خوست والي عبدالجبارنعيمي دخوست دامنيتي وضعيت دتحليل او ارزونې دهغه جوړ شوي يو ورځني نفرانس پرمهال څرګند کړ چې څو ورځې وړاندې دخوست ولايت دملکي ،امنيتي ،عدلي اوقضايي ارګانونو رهبري ،رئيسانو، ولسوالانو او دچارو دګڼ شمير کارپوهانو په ګډون جوړ شوى وو.
د افغاغن غږ آژانس د رپوت له مخې، خوست والي وويل سيمه ييزې ادارې به هغه وخت په ښه توګه ولس ته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو جوګه شي، چې په کې داصلاحاتو لړۍ چټکه شي او ټول مامورين دوړتيا ،اهليت ،صداقت او په واقعي توګه دازادې سيالۍ اصولو ته په پام سره په دندو وګمارل شي، دنوموړي په خبره يوشمير مامورين دځينو کړيو
او اشخاصو سره دروابطو په اساس مقرريږي چې دغه کار دښې حکومتدارۍ دپراختيا بهيرته زيان رسولى دى.
خوست والي په سيمه ييزو ادارو په ځانګړې توګه دولسواليو په ادارو کې داصلاحاتو منځته راتګ دمحلي حاکميت دپراختيا لپاره يوه غوره ګام ياد کړغوښتنه يې وکړه چې دافغانستان دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کميسيون
بايد ورته ځانګړې توجه وکړي .
همداشان يې له ټولو مرکزي وزارتونو او ادارو وغوښتل چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې خپلې اړونده ادارې په ښه توګه اکمال ،تجهيز اوپياوړي کړي ترڅو وکولى شي همدا اوس چې ټول نړيوال ځواکونه له دغه ولايت څخه وتلي
دخلکو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګۍ وکړي چې په دې سره به هم دخلکو باور په دولت زيات شي اوهم به هغه تشه ډکه شي چې دنړيوالو مرستندويه موسساتو دکارونو تر بنديدو وروسته رامنځته شوې ده.
دخوست ولايت ولسوالانو هم دخپلو ادارو ستونزې او غوښتنې په ګوته کړې، ولسواليو ته يې دزياتې توجه غوښتنه وکړه ،له مرکزي وزارتونو او نړيوالو موسساتو يې په ولسواليو کې ټول ګټو پروژو دتطبيق غوښتنه هم په ډاګه کړه.
دچارو کارپوهان هم په دې اند دي که چيرې په سيمه ييزو ادارو کې داصلاحاتو لړۍ چټکه شي ،په ولسواليو کې دبيارغونې چارو ته اساسي توجه وشي زياتې هغه ننګونې به له منځه لاړې شي چې اوس يې په لرې پرتو سيمو کې امنيتي ننګونې رامنځته کړې اويايې دخلکو او دولت ترمنځ فاصله ايجاد کړې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaayn0.49nom1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته