افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د برکې ولسوالۍ د "CHC" روغتیايي مرکز له خدمتونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي له دغه مرکز څخه د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو روغتیايي وضعیت ته په هر اړخیزه پاملرنې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست او د "CHC" روغتيايي مرکز مسوولينو ډاډ ورکړى، چې د ټپيانو او نورو ناروغانو روغتيايي حالت ته به جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او له همدې امله اسلامي عدالت حکم کوي چې د ټولنې غړي باید په جدي توګه د مرستې لپاره میدان ته راووځي.