د ولسمشر غني ویاند، صدیق صدیقي نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا کسان به ډير ژر ملي شورا ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.
د دغو فرمانونو پر اساس معرفي شوي کسان په لاندې ډول دي:
بشیر احمد تینچ د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند په توګه
نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند په توګه
قدرت الله ذکی ترانسپورت وزارت نوماند په توګه
معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند په توګه
انورالحق احدي د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نوماند په توګه
محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو وزارت نوماند په توګه
فضل احمد معنوي عدلیې وزارت نوماند په توګه
نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چاور وزارت نوماند په توګه
عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت نوماند په توګه ټاکل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)