کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کمېسیون رییس ا و کار کوونکو ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه

11 جدی 1398 ساعت 13:38

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس او یو شمېر کاکوونکو د پېښو ټپیانو او اړمنو ناروغانو ته، څه باندې ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه.



ورکړل شوې وینه به د وینې ملي بانک له لارې روغتونونو او اړمنو کسانو ته لېږدول کېږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، له ټولو غواړي څو د وینې ورکړې کمپاین کې له ګډون سره، د هغو کسانو پروړاندې چې د تاوتریخوالي په پایله کې ټپیان او یا هم وینې ته اړمن ناروغان دي، پروړاندې یې خپل انساني او ټولنیز مکلفیت اداء کړي.
د وینې ملي بانک رییس، ډاکټر عنایت الله هاشمي، د وینې ورکړې کمپاین کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مشارکت ستاینه وکړه او ویې ویل:«د کمېسیون کارکوونکو څه باندې ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه.»
 


د مطلب کود: 199347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199347/د-کمېسیون-رییس-ا-کار-کوونکو-۳۸-زره-سي-وینه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com