د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دغه هیواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښونو او مختلفو ټولنیزو زیانونو سره مخامخ دي.
'شپږ میلیونه افغان ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي'
12 جدی 1398 ساعت 15:02
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دغه هیواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښونو او مختلفو ټولنیزو زیانونو سره مخامخ دي.
د دغه وزارت سرپرست سید انور سادات د پنجشنبې په ورځ د جنوري په دویمه (مرغومي ۱۲مه) د ماشومانو د خوندیتوب په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې ماشومانو ته د خدماتو د وړاندې کولو او د ماشومانو د قوانیونو د تطبیق لپاره عملي پلان ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: "۴۴ فیصده ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نه لري. کوم ارقام چې موږ لرو شپږ میلیونه ماشومان په جدي ډول له ګواښ سره مخامخ دي، چې د درې میلیونو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او په اضطراري وضعیت کې دي".
همدا شان د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په دې غونډه کې په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او وې ویل، چې د دغو ماشومانو د لاس نیوي لپاره هیڅ ډول مرجع وجود نه لري.
هغې وویل: "هیڅ کار ورته نه کېږي، په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته چې ذهني معلولیت لري او نجونې په دې تړاو ډیرې زیانمنونکې دي".
هغې د افغان حکومت او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) تر منځ، د ماشومانو د ساتنې د ګډ کاري پلان د تدوین په اړه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې پلان په تطبیق سره د افغان ماشومانو په اوسني وضعیت کې مثبت بدلون راشي.
آغلې سمر زیاته کړه، چې د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د یوې ادارې جوړول زیاتې بودجې ته نه بلکې د دولت او یونیسف همکاریو ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 199462