کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي پوهنتون، له مالي مشکلاتو زیات د طالبانو ګواښونو شکایت کړی

13 جدی 1398 ساعت 14:03

په کابل کې د افغان – امریکايي پوهنتون مسوولان وايي، هڅه به وکړي چې په ۲۰۲۰ کال کې دا پوهنتون د مالي مشکلات له کبله ونه تړل شي او مالي امکانات ورته پیدا کړي.
څو ورځې وړاندې سي این این تلویزون راپور ورکړ چې دا پوهنتون د مالي مشکلاتو له کبله په ۲۰۲۰ کال کې د بندېدو له احتمال سره لاس و ګرېوان دی.



خو اوس د پوهنتون مشر ډیویډ سډني وايي، د دوی ټوله اداره هڅه کوي چې مالي مشکلات حل کړي او دی ورته هیله من دی خو ضمانت یې نه شي کولی.
نوموړی وايي، امریکايي پوهنتون ته تر ټولو لوی ګواښ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو متوجه دی: (( امنیت زموږ لوی چلنج دی ځکه چې دا کار له موږ سره د امریکا مرستې هم زیانمنوي.))
په کابل کې افغان – امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال د امریکا د لومړۍ مېرمنې لورا بوش په لاس په غربي نصاب خپل فعالیت پیل کړ چې تر اوسه یې له زرو زیات محصلین فارغان کړي او ۸۰۰ تنه په کې لا هم په زده کړو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 199543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199543/امریکايي-پوهنتون-له-مالي-مشکلاتو-زیات-د-طالبانو-ګواښونو-شکایت-کړی

آوا
  https://www.avapress.com