دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 199543
امریکايي پوهنتون، له مالي مشکلاتو زیات د طالبانو ګواښونو شکایت کړی
په کابل کې د افغان – امریکايي پوهنتون مسوولان وايي، هڅه به وکړي چې په ۲۰۲۰ کال کې دا پوهنتون د مالي مشکلات له کبله ونه تړل شي او مالي امکانات ورته پیدا کړي. څو ورځې وړاندې سي این این تلویزون راپور ورکړ چې دا پوهنتون د مالي مشکلاتو له کبله په ۲۰۲۰ کال کې د بندېدو له احتمال سره لاس و ګرېوان دی.

خو اوس د پوهنتون مشر ډیویډ سډني وايي، د دوی ټوله اداره هڅه کوي چې مالي مشکلات حل کړي او دی ورته هیله من دی خو ضمانت یې نه شي کولی.
نوموړی وايي، امریکايي پوهنتون ته تر ټولو لوی ګواښ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو متوجه دی: (( امنیت زموږ لوی چلنج دی ځکه چې دا کار له موږ سره د امریکا مرستې هم زیانمنوي.))
په کابل کې افغان – امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال د امریکا د لومړۍ مېرمنې لورا بوش په لاس په غربي نصاب خپل فعالیت پیل کړ چې تر اوسه یې له زرو زیات محصلین فارغان کړي او ۸۰۰ تنه په کې لا هم په زده کړو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcgty9qwak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته