کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ ولایت کې د داعش وسلوالو یوه ۶ کسېزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوه

15 جدی 1398 ساعت 16:19


د کونړو لایت دامنیه قوماندانۍ دموظفینوپه هڅو سره دکونړ ولایت په پیچ دره ولسوالۍ کې دقوماندان شاه زمین په مشرۍ دوسلوالو داعشیانو یو ۶کسیزه ډله له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده.
دکونړ ولایت مرستیال ګل محمد بیدار وايي،چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي نو دلته دجګړې کولو لپاره هیڅ جواز شتون نه لري.
نوموړی له افغان ځواکونو څخه دمننې ترڅنګ په وسلوالو ډلو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او سولې له ملي پروسې سره یوځای شي.


د مطلب کود: 199748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199748/کونړ-ولایت-کې-د-داعش-وسلوالو-یوه-۶-کسېزه-ډله-افغان-ځواکونو-ته-تسلیم-شوه

آوا
  https://www.avapress.com