کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د کار موندنې هوکړه وشوه

16 جدی 1398 ساعت 15:50

د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت او د کابل ښاروالۍ داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې ۲۱ زره د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د کار زمینه برابريږي.



دغه هوکړه د لا همغږۍ، د لاس پلورونکو چارو منظم کولو او د ښاروالۍ اړوند شل سلنه غرفو ځانګړي کولو په لپاره شوې ده.
دا هوکړه نن دوشنبه د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو خدماتو مرستیال محقق محمد فاضل او شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیالې، جمیله نورستانۍ ترمنځ لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې به ۲۱زره د شهیدانو کورنۍ او د معلولیت لرونکي کسان د کار څښتنان شي.
د کابل ښاروالۍ د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د غرفو جوړولو ژمنه کړې ده.
د افغانستان تیرو څو لسیزو جګړو کې میلیونونه کسان شهیدان یا معلول او معیوب شوي دي.
 


د مطلب کود: 199866

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199866/د-شهیدانو-کورنۍ-او-معلولو-کسانو-لپاره-کار-موندنې-هوکړه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com