دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 199866
د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د کار موندنې هوکړه وشوه
د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت او د کابل ښاروالۍ داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې ۲۱ زره د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د کار زمینه برابريږي.

دغه هوکړه د لا همغږۍ، د لاس پلورونکو چارو منظم کولو او د ښاروالۍ اړوند شل سلنه غرفو ځانګړي کولو په لپاره شوې ده.
دا هوکړه نن دوشنبه د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو خدماتو مرستیال محقق محمد فاضل او شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیالې، جمیله نورستانۍ ترمنځ لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې به ۲۱زره د شهیدانو کورنۍ او د معلولیت لرونکي کسان د کار څښتنان شي.
د کابل ښاروالۍ د شهیدانو کورنۍ او معلولو کسانو لپاره د غرفو جوړولو ژمنه کړې ده.
د افغانستان تیرو څو لسیزو جګړو کې میلیونونه کسان شهیدان یا معلول او معیوب شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcepo8zpjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته