کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو لخوا په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته سوې

17 جدی 1398 ساعت 12:13


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ددغه کمیسیون غړی او ویاند شکرالله مشکور وایي د دوی شپږ میاشتنی راپور ښيي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۸،۳ سلنه لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو اصلي لامل د طالبانو لخوا، په ښارونو کې چاودنې، ځانمرګي بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او له ملکیانو کورونو څخه د جګړې د ډګر په توګه کار اخیستل دي.
ملګري ملتونه داسې مهال د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي، چې افغان حکومت د سولې لپاره په جوړه شوې طرحه طالبانو ته د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو شرط ایښي.


د مطلب کود: 199943

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199943/د-طالبانو-لخوا-په-افغانستان-کي-ملکي-وګړو-مرګ-ژوبله-زیاته-سوې

آوا
  https://www.avapress.com