دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 199943
د طالبانو لخوا په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته سوې
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ددغه کمیسیون غړی او ویاند شکرالله مشکور وایي د دوی شپږ میاشتنی راپور ښيي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۸،۳ سلنه لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو اصلي لامل د طالبانو لخوا، په ښارونو کې چاودنې، ځانمرګي بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او له ملکیانو کورونو څخه د جګړې د ډګر په توګه کار اخیستل دي.
ملګري ملتونه داسې مهال د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي، چې افغان حکومت د سولې لپاره په جوړه شوې طرحه طالبانو ته د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو شرط ایښي.
https://avapress.com/vdcayon6e49noo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته