کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د اوکراین مسافروړونکې الوتکې سقوط کړی

18 جدی 1398 ساعت 11:50

د اوکراین یوې مسافروړونکې الوتکه په تهران کې له پرواز لږ وروسته امام خمیني نړیوال هوایي ډګر ته نږدې سقوط کړی دی.



دا خبره د ایران دولتي رسنیو خپره کړې او ویلي یې دي چې په دې الوتکه کې لږ تر لږه ۱۷۰ کسان ناست و.
د ایران د سرې میاشتې رییس علي اصغر پیوندي ویلي د شواهدو په اساس د دې الوتکې د سورلیو د ژوندي پاتې کېدو احتمال نشته.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې احتمالي علت تخنیکي ستونزې یادې شوي.
د ایران د بیړنیو خدماتو او هوايي چلند ادارو د دې الوتکې د سقوط سیمې ژغورونکي ټیمونه ور استولي خو اوس وايي چې د اور لمبو د ژغورنې کار له خنډ سره مخ کړی.
د اوکراین د نړیوال ایرلاین دا بویینګ الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار په پاو باندې پنځو بجو له تهرانه راساً د کییف بوریسپل هوايي ډګر ته روانه وه.


د مطلب کود: 200055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200055/په-ایران-کې-د-اوکراین-مسافروړونکې-الوتکې-سقوط-کړی

آوا
  https://www.avapress.com