دا خبره د ایران دولتي رسنیو خپره کړې او ویلي یې دي چې په دې الوتکه کې لږ تر لږه ۱۷۰ کسان ناست و.
د ایران د سرې میاشتې رییس علي اصغر پیوندي ویلي د شواهدو په اساس د دې الوتکې د سورلیو د ژوندي پاتې کېدو احتمال نشته.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې احتمالي علت تخنیکي ستونزې یادې شوي.
د ایران د بیړنیو خدماتو او هوايي چلند ادارو د دې الوتکې د سقوط سیمې ژغورونکي ټیمونه ور استولي خو اوس وايي چې د اور لمبو د ژغورنې کار له خنډ سره مخ کړی.
د اوکراین د نړیوال ایرلاین دا بویینګ الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار په پاو باندې پنځو بجو له تهرانه راساً د کییف بوریسپل هوايي ډګر ته روانه وه.