کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان دره صوف کې د ځمکې ښوېیدنه/ تراوسه ۱۰۰ کورونه خراب شوی دی

18 جدی 1398 ساعت 13:10

 
سیمه ییز چارواکې دره صوف ولسوالی کې وایی چی جاری کال جدی میاشتی شروع څخه تراوسه د ځمکې ښوېیدنه د حسنی په کلۍ کې ادامه لری او هره ورځ ۱۰ څخه تر ۲۰ مترو پوری غر د پرمختګ په حال کې دی او کلۍ لوری ته ځی او تراوسه ۱۰۰ کورونه تخریب شوی دی.
 



 
آوا خبرګزاری-سمنګان: د دره صوف ولسوالی حنسی کلۍ اوسیدونکې نن چهارشنبه(۱۸ جدی) آوا خبرنګار سره په تلیفونی اړېکه کې وویل چی د غره ښوېیدنه تراوسه ادامه لری او هره ورځ ۱۰ څخه تر ۲۰ مترو پوری کلۍ لوری ته پرمختګ په حال کې دی.
د هغوی په وینا خلګ په بېره کې ژوند کوی او که دا وضعیت ادامه ولری د ۳۰۰ څخه ډیر کورونه او په سلهاوو جریبه زراعتی ځمکه به تخریب شی.
د بل لوری هم علی احمد حسنی، د لوړ دره صوف ولسوال هم حسنی کلۍ کې د ځمکې ښوېیدنه تایید کړی دی او وایی چی اخیر اورښتونه د غر ښوېیدنو ته شدت ورکړی دی.
حسنی زیاته کړه چی تراوسه ۱۰۰ کورونه خراب شوی دی او کورنۍ بیځایه شوی دی او په مکمل توګه ۳۰۰ کورنۍ د خطر تر ګواښ لاندی دی.
د هغه په وینا په دی پیښه کې یو ښوونځی په پوره توګه له منځه تللی دی او مسجد او منبر هم خطر ته نږدی دی.
لوړ دره صوف ولسوال وایی چی نن هییت د سمنګان مرکز څخه د وضعیت څیړلو لپاره کلۍ ته استول کیږی.
 


د مطلب کود: 200068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200068/د-سمنګان-دره-صوف-کې-ځمکې-ښوېیدنه-تراوسه-۱۰۰-کورونه-خراب-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com